Skip to content

د یَهّوه د شاهدانو غونډې

زمونږ د غونډو په باره کې معلومات واخلئ.‏ وګورئ چې کومه غونډه ستاسو ځای ته نږدې ده.‏

تاسو ته نژدی ځای موندل (opens new window)

زمونږ غونډې څنګه تر سره کېږي؟‏

دوه ځله په اونۍ کې،‏ د یَهّوه شاهدان راټولېږي چې د نورو سره پاک خدای ته عبادت وکړي (‏عبرانیان ۱۰:‏۲۴،‏ ۲۵‏)‏.‏ دغې غونډې عمومي دي او هلته خلک د خدای د کلام څخه زده کوي چې څنګه د خدای لارښوونه په خپل ژوند کې په کار واچوي.‏

هر څوک چې غواړي په غونډې کې برخه اخیستلی شي.‏ هره غونډه په دُعا او د ستاینې سندرې پیل کېږي او خلاصېږي.‏

هر څوک دغو غونډو ته راتلی شي که هم یو د یَهّوه د شاهدانو څخه نه وي.‏ مونږ هر چا ته د زړه له کومې بلنه ورکوو،‏ چې زمونږ غونډې ته راشي.‏ هره غونډه وړیا ده او پیسې نه ټولېږي.‏