Skip to content

د عیسیٰ مسیح د قرباني د یادګار شپه

د شنبې ورځ،‏ د اپریل په ۱۲مه نېټه،‏ ۲۰۲۵

د یَهّوه شاهدان هر کال د عیسیٰ مسیح د غوښتنې سره سم،‏ د ده قرباني یادوي.‏ ده په خپله وویل:‏ «زما د یادګار دپاره داسې کوئ.‏» (‏لوقا ۲۲:‏۱۹‏)‏.‏

بلنه راکوو چې ګډون وکړئ.‏

پوښتنې او ځوابونه

دا پروګرام څو وخت نيسي؟‏

تقریباً یو سعات.‏

دا پروګرام چېرته تر سره کېږي؟‏

نور معلومات د یَهّوه د شاهدانو څخه اخیستای شئ.‏

ورتګ په پیسې دی؟‏

نه،‏ وړیا دی.‏

ایا کومې پیسې راټولېږي؟‏

نه.‏

کوم کالي اغوستای شئ؟‏

تاسې یې خوښوئ.‏ مونږ د خدای د کلام د مشورو سره سم داسې کالي اغوندو،‏ چې هر چا ته احتران وښیو (‏اول تیموتیوس ۲:‏۹‏)‏.‏ پاک او عادي کالي هم اغوستای شئ.‏

د یادګار پروګرام څنګه تر سره کېږي؟‏

دا غونډه په دُعا او د ستاینې سندرې پیل کېږي او خلاصېږي.‏ په غونډه کې په یوه وینا کې یوځای اورېدلای شو چې ولې د عیسیٰ مسیح قرباني دومره مهمه ده او څنګه د خدای او د عیسیٰ مسیح د رحم څخه ګټه اخیستلای شو.‏

د یادګار د شپو راتلونکې نېټې:‏

۲۰۲۵م کال:‏ د شنبې ورځ،‏ د اپریل په ۱۲مه نېټه

۲۰۲۶م کال:‏ د پنج شنبې ورځ،‏ د اپریل په ۲مه نېټه